د پاکستان هاکي فیډریشن (پی ایچ ایف) ختم کړي شو.

0
210

باغي ټي وي رپورټ

د پي اېچ اېف صدر خالد سجاد کھوکھر د پاکستان هاکي فېډرېشن د منحلولو اعلان کړی او ويلي يې دي چې د پي اېچ اېف د سيکرټري په ګډون ټول چارواکي لرې کړل شوي دي.

خالد سجاد کھوکھر وويل د پي ايچ ايف ټول غړي به د اګست په 31مه نېټه د کانفرنس په غونډه کې د اعتماد رايې اخلي او دا پرېکړه د اګست په 16مه نېټه د پاکستان سپورټس بورډ په غونډه کې شوې وه.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د پاکستان سپورټس بورډ (PSB) د پاکستان هاکي فېډرېشن ټول چارواکي معطل کړي او د وزيراعظم د دفتر په هداياتو يې د ټولو لوبغاړو د معطلۍ نوټيفيکيشن جاري کړی دی. چارواکو هم خپره کړې ده.

جاري شوي نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي د ټول ملک د کلبونو سکروټني به د پاکستان سپورټس بورډ تر څارني لاندي ترسره کيږي۔

Leave a reply