میدان وردګو کې د ساین نيل سېټ روغتیايي پروژه پرانیستل شوه

د میدان وردګ والي قاري بختيار معاذ له پروفیسور ډاکټر وردګ مننه وکړه، چې په خپل استعداد یې د افغانانو سربېره نړیوالو ته هم په روغتیايي برخه کې ګټه رسولې ده.
ددې ولایت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر محمد زرک زیرک وویل، چې په دغه پروژه کې ټرینینګ شوي ډاکټران به د میدان وردګ ولایت په ټولو ولسواليو کې د ماتو هډوکو ناروغانو درملنه په وړیا ډول ترسره کوي.
د یادولو ده، دغه طبي آله چې د زنګانه هډوکي په جوړېدو کې مرسته کوي اوس مهال له هېواده بهر په هند ، پاکستان، امریکا او فلیپین هیوادونو کې ډاکټران ترې ګټه اخلي.
(2023 / 8 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګ ولایت د عامې روغتيا رياست کې د پروفیسور ډاکټر اسماعيل وردګ په مرسته د ماتو هډوکو د رغونې ‘ساین نيل سېټ’ پروژه نن په ولایتي روغتون کې پرانيستل شوه.
په افغانستان کې د ساین نيل پروژې مسؤل او د افغان طبي آلې جوړونکي پروفیسور اسماعيل وردګ د دغه پروژې په پرانيسته کې وويل، چې تر دې مهاله یې په هیواد کې ۱۵ زره د ماتو هډوکو ناروغان د عملياتو په مرسته تداوي کړي.
وردګ زیاته کړه، چې دغه پروژه د هېواد په ۲۰ روغتیايي مرکزونو کې فعاله ده او نن به يي د میدان وردګ ولایت تر څنګ په غزني کې هم پرانسته وکړي.
د میدان وردګ والي قاري بختيار معاذ له پروفیسور ډاکټر وردګ مننه وکړه، چې په خپل استعداد یې د افغانانو سربېره نړیوالو ته هم په روغتیايي برخه کې ګټه رسولې ده.
ددې ولایت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر محمد زرک زیرک وویل، چې په دغه پروژه کې ټرینینګ شوي ډاکټران به د میدان وردګ ولایت په ټولو ولسواليو کې د ماتو هډوکو ناروغانو درملنه په وړیا ډول ترسره کوي.
اړوند موضوعات: