په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا سره ليدلي دي.

0
103

باغي ټي وي رپورټ

د امريکې د سفارت د وياند له مخې د چيف اليکشن کمشنر سره په ملاقات کښې امريکې سفير د پاکستان د آئين مطابق د آزادو او منصفانه انتخاباتو لپاره د امريکې د ملاتړ باور ورکړے دے۔

په دې موقع د چيف الېكشن كمشنر سره خبرو كښې امريكې سفير ووئيل دا د پاكستان د اولس دنده ده چې د پاكستان راتلونكې مشران وټاكي۔

ډونلډ بلوم وويل، چې امريکا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ژورتيا او پراختيا لپاره د خلکو له ټاکل شويو استازو سره کار ته دوام ورکړي.

Leave a reply