يوټيلټي سټورونو د شکري خرڅولو معطل کړے شوي عمل بيا شروع کړے دے۔

0
140

باغي ټي وي رپورټ

د یوټیلټي سټورونو د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پېرلو ۱۰ زره ټنه بورې له ډلې ۲۱۴۵ ټنه بوره له کارخانو راټوله شوې او ډېر ژر به یوټیلټي سټورونو ته د بورې عرضه پیل شي.

سرچينې وايي، که په يوټيليټي سټورونو کې بوره ونه پېرل شي، نو د بورې د کمښت وېره وه، له همدې امله تېره مياشت يوټيلټي سټورونو لس زره ټنه بوره وپېرله.

د سرچينو ترمخه بوره په 130 روپۍ في کيلو اخستل شوې ده اؤ د قيمتونو په اضافه کولو سره به د يو کيلو بورې بيه 140 روپۍ وي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې په يوټيليټي سټورونو کې بوره نه وه، چې له امله يې په يوټيليټي پلورنځيو کې د بورې اخيستلو ته راغلي کسان تش لاسونو ته ولاړل.

Leave a reply