پيښور کښې د بس ريپډ ټرانزټ (بي آر ټي) کښې تګ راتګ کوونکې مسافر د بسونو د نشتوالي له وجې له ستونزو سره مخ دي او د رش له وجې نه صرف مسافر په انتظار کښې تېروي بلکه د ګڼو خلقو جېبونه هم پرې کوي.

0
69

باغي ټي وي رپورټ

د بي آر ټي پروژه له پيله ۳ کاله کېږي، خو مسافر له بشپړو اسانتياوو بې برخې دي، هره ورځ په بي آر ټي کې له ۳ لکو څخه زيات کسان تګ راتګ کوي، خو د بسونو شمېر يوازې ۲۴۴ دی.

د بسونو د نشتوالي له امله نه یوازې رش زیاتیږي بلکې مسافرو ته هم اوږده انتظار باسي، ښځې هم له بس څخه د ښکته کیدو او پورته کیدو له ستونزو سره مخ دي.

د ګڼې ګوڼې له امله په داسې حال کې چې په بي آر ټي بسونو کې ښاریان د ځورونې له حالت سره مخ دي، په دې بسونو کې د غلا پېښې هم عادي شوي دي.

بل خوا د ټرانس پيښور په وينا په دغه روټ د ۲۴۴ بسونو څخه ۲۰۹ بسونه چليږي خو د رش په صورت کې د بسونو شمير زياتيږي او د بسونو شمير زياتولو سره به کرايه هم زياته وي.

ياده دي وي چي خيبرپښتونخوا حکومت بي آر ټي ته هر کال دوه اربه روپئ سبسډي ورکوي، د خزاني محکمي د بي آر ټي خساري کمولو لپاره د کرايه زياتولو پشمول دوه تجويزونه منظوري لپاره صوبائي حکومت ته استولي دي۔

Leave a reply