ذبیح الله مجاهد د پخوانۍ ادارې د خلکو د وژلو په اړه د یوناما وروستۍ راپور بې بنسټه او له حقیقته لرې دی.

ذبیح الله مجاهد د پخوانۍ ادارې د خلکو د وژلو په اړه د یوناما وروستۍ راپور بې بنسټه او له حقیقته لرې دی.
22 اګست سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د دفتره په یوه تازه خپره شوې غبرګوني خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د پخوانۍ ادارې د کسانو د وژلو په اړه د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) وروستی راپور رد کړ.
نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما ) وروستی راپور چې ګواکې د اسلامي امارت ځواکونو لخوا د پخوانۍ ادارې ۸۰۰ کسان وژل شوي او ځورول شوي، بې بنسټه دي او حقیقت نه لري.
مجاهد دغه راز زیاته کړې چې د اسلامي امارت له لوري عمومي عفو په ټولیزه توګه عملي ده.
نوموړي ویلي چې د انتقام اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څېړل شوي چې شمېر یې محدود دی.
اړوند موضوعات
خو متأسفانه د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه ووینې، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسېږي.