د اسلام اباد عدالت په حکومتي چارو کې د لاسوهنې او دولتي املاک ته د زيان رسولو په مقدمه کې د ايمان مزاري ضمانت منظور کړی او علي وزير يې په ۱۴ ورځني جوډيشل ريمانډ اډياله جيل ته لېږلی دی.

0
204

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد جوډيشل مجسټرېټ په ترنول پوليس سټيشن کې د ايمان مزاري او علي وزير په ضد درج شوي مقدمې اورېدنه کړې چې پکې عدالت د ايمان مزاري د ضمانت درخواست اورېدلی.

پوليسو علي وزير د دوه ورځني جسماني ريمانډ نه پس عدالت ته وړاندې کړو، د اورېدنې په مهال پراسيکيوټر عاطف الرحمان د علي وزير د نور جسماني ريمانډ غوښتنه وکړه.

پراسيکيوټر وويل چې علي وزير دپوليسو سره په پلټنو کې همکاري نۀ کوي، په جلسه کې بيلا بيلو دولتي املاک ته زيان اوښتى، دعلي وزير څخه ځينې ثبوتونه هم ترلاسه شوي دي.

بلخوا د علي وزير وکيل عطاالله کنډي د جسماني ريمانډ مخالفت کړى او وئيلي يې دي چې د علي وزير په ضد درج مقدمه کې 3 غير ضمانتي مقدمې دي، نور د ضمانت وړ دي، د جلسې ګډونوال هر څوک کولى شي، علي وزير د ګډون کوونکو سره هيڅ تعلق نه لري. پوليس له علي وزير څه غواړي؟

وکيل صفيه قيصر امام وويل چې په تحقيقاتو کې د ايمان مزاري څخه څه نه دي ترلاسه شوي. نه یې چا ته ګواښ کړی او نه یې شیشې ماتې کړي، ایمان مزاري ۲۴ ساعته توقیف شوې، نور د توقیف جواز نشته.

وکیل وویل چې ایمان مزاري ښځه ده، رښتیا ویل دا معنا نه لري چې هغه دې په زندان کې وساتل شي، د ایمان پلټنه بشپړه شوې ده، په زندان کې ساتل ناسم کار دی.

څارنوال عاطف الرحمان د ايمان مزاري د ضمانت د درخواست مخالفت وکړ، هغه وويل د جلسې مشري ايمان مزاري او علي وزير کوله، ايمان مزاري رياست ته سپکاوى کړى، ورانکاري يې کړې ده، په مقدمه کې د ايمان مزاري کردار واضح دى.

عدالت د ايمان مزاري د ضمانت درخواست په اړه خپله فيصله محفوظ کړې وه کومه چې څه موده پس ئي د هغه ضمانت د 30 زره روپو په ضمانت منظور کړې وو او علي وزير يې په 14 ورځو جوډيشل ريمانډ اډياله جيل ته استولې وو۔

Leave a reply