جنوبي وزيرستان کښي د ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښي شپږ فوځيان شهيدان او څلور ترهه ګر مړه شوي دي۔

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، د جنوبي وزیرستان په اسمان منزه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ نښته شوې ده.
د آئي ايس پي آر ترمخه سکيورټي فورسز په موثره توګه د ترهګرو ځالے په نخښه کړي او د ډزو په تبادله کښې څلور ترهګر وژل شوي او دوه ترهګر ژوبل شوي دي.
د آئي ايس پي آر ترمخه د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې شپږ بهادر فوځيان شهيدان شوي دي۔
د آئي اېس پي آر له مخې په سيمه كښې د ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره د صفائۍ عمليات روان دي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د ترهه ګرۍ ختمولو ته ژمن دي او زمونږ د زړورو سرتيرو دغه شان قربانۍ زمونږ عزم مضبوطوي.






