د بلوچستان د پنځه کسيزې نگران کابينې وزيرانو د لوړې مراسم ترسره کړل.
باغي ټي وي رپورټ
د نګران صوبائي وزيرانو د سوګند پورته کولو دستوره په ګورنر هاؤس کوئټه کښي اوشوه چي پکښي د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ وزيرانو ته حلف ورکړو چي پکښي د بلوچستان نگران وزيراعلي مير علي مردان ډومکي هم ګډون اوکړو۔
شهزاده احمد علي بلوچ، جان اڅکزۍ، امجد رشید، کیپټن (ر) زبیر جمالي او ډاکټر عبدالقادر بلوچ د حلف په پورته کولو کې شامل دي.
نگران وزيراعلي وزيرانو ته قلمدانونه تفويض کړي دي د کومي نوټيفيکيشن هم جاري کړي شوي دي۔ نوټيفيکيشن ترمخه نگران صوبائي وزير کيپټن (ر) زبير جمالي ته د کورنو او قبائلي چارو، جيل خان جټ او پي ډي ايم اے وزارتونه ورکړے شوي دي۔
امجد رشید ته د فنانس او ریونیو، جان اڅکزي ته د اطلاعاتو او ډاکټر قادر بخش بلوچ د تعلیم او سیاحت وزارتونه ورکړل شوي دي.
شهزاده احمد علي احمدزي ته د صنعت او سوداګرۍ، انرژۍ او د محصول او مالیې وزارتونه ورکړل شوي دي.
د دې نه علاوه د بلوچستان نگران وزيراعلې درې نگران مشاوران ټاکلي دي چې پکښې مير عمير محمد حسني د کانونو او معدنونو د پرمختګ لپاره نگران مشير ټاکلې شوي دي، مير دانش لونګو د آبپاشي لپاره د نگران مشير ټاکلې شوي دي او شانيه خان نگران ټاکل شوي دي. د کار او ټولنيزو چارو د پرمختيا او د ښځو د پراختيا سلاکاره لاړه