د زندانونو د څانګې وياند څرګنده كړه چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته د جيل د قوانينو مطابق ټولې اسانتياوې وركړې شوي په كوم كښې چې يو نوے تشناب هم جوړ كړې شوې چې دېوالونه 5 فټه لوړ دي۔

0
168

باغي ټي وي رپورټ

د اټک جيل د ايډيشنل سيشن جج د دورې په رپورټ په غبرګون کې د جيلونو د څانګې وياند وويل چې د پي ټي ائي د چيئرمېن په کوټه کې يو نوی تشناب جوړ کړی شوی دی چې دیوالونه يې 5 فټه لوړ دي او نوې دروازه هم لګولې شوې ده. دا یو لویدیځ کموډ او د مینځلو بیسن هم لري.

د جيلونو د څانګې وياند ترمخه د عمران خان لپاره جوړ شوي تشناب کښې د حمام صابون، عطر، ائیر فريشنر، تولیه او ټشو پیپر شته، په کوټه کې بستر، تکیه، توشک، میز، څوکۍ، د ائیرکولر ایگزاسټ فین هم شته. میوه، شات، خرما، د لمانځه ځایونه، قرآن کریم له انګلیسي ژباړې او کتابونه هم ورکړل شوي دي.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين لپاره 5 ډاکټران ګمارلي شوي دي کومو ته چي چک کولو ورسته د عمران خان خاص خوراک ورکول کيږي، د سيکورټي لپاره بهر کښي سي سي ټي وي کيمرې لګولې شوي دي۔

عمران خان د سه شنبې په ورځ له کورنۍ او د پنجشنبې په ورځ له وکیلانو سره وکتل.

ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم عمران خان د توشه خانې په مقدمه کې په اٹک جيل کې د درې کالو بند سزا تېروي.

Leave a reply