په راولپنډۍ کې د ډینګي ناروغانو شمیر په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو شو.

0
195

باغي ټي وي رپورټ

د صحت محکمي ترمخه په راولپنډۍ کښي په تيرو 24 ساعتونو کښي د ډينګي وائرس دوه نوي کيسونه رامخي ته شوي دي چي ورسره د ډينګي وائرس مريضانو مجموعي شميره 101 ته رسيدلي ده۔

د صحت محکمه وايي چې د بېنظير بوټو روغتون ته 12، هولي فيملي ته 16 او ډي ايچ کيو ته 7 ناروغان راوړل شوي دي.

د ډينګي مريضانو د زياتيدو له وجې پوټههار ټاؤن، راول ټاون، فيصل ټاؤن، ڈھوک سيدان هټ سپاټ اعلان شوي دي او د چک جلال الدين، دمام سيدان، ارياله رور او راولپنډۍ کينټ يو شمير سيمي هم د ډينګي نه متاثره شوي دي۔

ډپټي کمشنر وائي چي په راولپنډۍ کښي د دري زره ځايونو نه په لويه شميره کښي د ډينګي لاروا ترلاسه شوي دي۔

ده ووئيل د ډينګي ځپلو سيمو كښې د سپرے او فوګنګ عمل روان دے٬ ښاريان دې د ډينګي ايس او پيز په سختۍ سره مراعات كړي۔

بل خوا د پنجاب د صحت وزير ډاکټر جمال ناصر په هداياتو ټوله صوبه کښې د ډينګي سنټرونه جوړ کړي شوي دي۔

Leave a reply