د هوا پېژندنې ادارې له چهارشنبې ورځې راهیسې په هېواد کې د مون سون د نورو بارانونو وړاندوینه کړې، د بارانونو دغه لړۍ به د اګست تر ۲۷مې دوام وکړي، چې له امله یې په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدو خطر هم شته.

0
200

باغي ټي وي رپورټ

د هوا پېژندنې ادارې له مخې، د اګست په 22 به د عربي سمندر څخه مونسون بادونه او لویدیځ بادونه به د پاکستان لوړو سیمو ته ننوځي چې د سخت بارانونو لامل کیدی شي.

د موسمياتو محکمه وائي چې د اګست له 23مې نيټې نه تر 27مې نيټې پورې کشمير، ګلګت بلتستان، مري، ګليټ، لاهور، اسلام آباد، راولپنډۍ، اټک او چکوال کښې د بارانونو وړاندوينه شوې ده۔

دې نه علاوه جهلم، منډي بهاؤالدين، حافظ آباد، ګوجرانواله، ګجرات، سيالکوټ، نارووال، قصور، شيخوپوره، چترال ميانوالي، سرګودها، خوشاب، فيصل آباد او ټوبه ټيک سنګ کښې د باران امکان دے.

د موسمياتو محکمي ترمخه په ډي آئي خان، راجن پور، ژوب، کلات او خضدار کښي د اګست په 25مه او 26مه نيټه د باران وريدو وړاندوينه شوې ده، د بارانونو له وجي په غرني سيمو کښي د ځمکښوئيدو خطره ده، سيلانيان دې د باد او باران نه احتياط وکړي. ږلۍ، کمزورې زیربناوې زیانمن کیدی شي.

د بارانونو له امله په اسلام اباد، راولپنډۍ، پيښور او لاهور کې د 23م اګست نه تر 26م نيټې پورې په ټيټو سيمو کې د سيلاب راتلو امکان شته.

Leave a reply