نگران وفاقي حکومت د بجلئ د خرڅولو، تقسيم او نرخونو موجوده نظام ختمولو فيصله کړي ده۔

باغي ټي وي رپورټ
صوبو ته د پاور ډسټريشن کمپنيو مالکيت ورکولو سمري وفاقي کابينې ته استولو منظوري ورکړې شوې ده۔ د سند له مخې وفاقي حکومت په ټول ملک کې د بجلۍ يونيفارم نرخ ختمولو، د بجلۍ نرخونو او سبسډي صوبو ته سپارلو فيصله کړې ده۔
په سند کې ویل شوي چې د حیدر اباد او سکهر الیکتریک سپلائی کمپنۍ د سند په ملکیت کې او د کوټې الیکټریکک کمپنۍ به د بلوچستان په ملکیت کې ورکړل شي.
په سند کې ویل شوي چې د لاهور، ګوجرانواله، فیصل آباد او ملتان الیکټرک سپلائی مالکیت پنجاب ته د ورکولو فیصله شوې ده او د اسلام اباد الیکټرک سپلائی کمپنۍ به د پنجاب او وفاق په ګډه ملکیت وي.
د سند له مخې د پېښور او قبایلي سیمو برېښنا سپلائی کمپنۍ د خېبرپښتونخوا د ملکیت لاندې د ورکولو پرېکړه وشوه.
په سند کې راغلي، چې ولایتونو ته د برېښنا د وېش شرکتونو د سپارلو لپاره د پالیسۍ چوکاټ چمتو شوی، چې د برېښنا د غلا او نه رسیدو له امله ملي خزانې ته زیان نه دی اوښتی.






