تهران کې د اسلامي امارت د لوی سفارت له لورې افغانانو ته د پاسپورټونو ویش لړۍ پیل شوه.

0
89

تهران کې د اسلامي امارت د لوی سفارت له لورې افغانانو ته د پاسپورټونو ویش لړۍ پیل شوه.

21 اګست دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس، چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې یې مکلفي کړي دي چې د مراجعینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

 

د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام د هدایت سره سم په ایران کې د پاسپورټ سند لپاره د افغان مهاجرینو د اړتیاوو د حل په موخه ، په تهران کې د اسلامي امارت د سفارت له لوري د پاسپورټونو د وېش پروسه پیل شوه.

 

د قونصلي چارو ریاست په بهرنیو استازولیو کې د افغان مهاجرینو لپاره د پاسپورټونو د وېش پروژه د یوې جامعې طرحې په بنسټ چې ، پاسپورټ غوښتونکي یې په مختلفو کټګوریو باندې وېشلي دي ، پيل کړې ده.

 

په لومړئ مرحله کې د پاسپورټونو د وېش پروسه د نوي زیږيدلي ماشومانو لپاره پیل شوې ده چې د ځانګړو شرایطو په رڼا کې لکه :ماشوم الکترونیکي تذکره ولري ، د الکترونیکي تذکرې نشتون کې د اړوند شفاخانې څخه زیږون کارټ لرل،د ماشوم د پلار الکترونیکي تذکره یا د پاسپورټ درلودل ، یا هم د کوربه هیواد اقامتي سند ولري ، وېشل کیږي.

اړوند موضوعات

سفارت افغانستان در تهران اعلام کرده است که توزیع پاسپورت برای افغان‌های مقیم ایران را آغاز می‌کند

 

د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې افغان مهاجرینو ته ډاډ ورکوي او هڅه کوي چې ډېر ژر د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټ د وېش پروسه په عادي ډول پیل کړي.

Leave a reply