د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر ایران هیواد ته په رسمي بلنه په سفر تللی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر ایران هیواد ته په رسمي بلنه په سفر تللی.
21 اګست دوشنبه 2023
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران د اسلامي جمهوریت د بلنې په اساس سفر ترسره کړ.
خبر زیاتوي چې سرپرست وزیر د کرنې په برخه کې د ایران او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران هېواد ته سفر وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر به په دغه سفر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د څېړنې، ترویج، مالدارۍ، حیواني روغتیا، د قرنطین مرکزونو خبرې اترې وکړي.
اړوند موضوعات
همدا راز دکرنې وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.