د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قریشي افغانستان ته نه ځي

0
129

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: قریشي افغانستان ته نه ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته تر هغه چې افغانستان کې یو شمیر رسنیو وویل چې ښاغلی قریشي افغانستان ته راځي دغه اوازې رد کړې.

 

(2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د یاد وزارت وزیر شاه محمود قریشي په یو ځانګړي سفر کابل ته راځي، دوی وویل ښاغلی قریشي به د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي؛ خو د اوس لپاره پلان نلري چې افغانستان دې نوموړی سفر وکړي.

 د یادولو وړ ده چې ښاغلي قریشي دطالبانو د قطر دفتر غړو سره په دوحه کې څو ځلي کتلي ؤ.

 

Leave a reply