ولسمشر ډاکټر عارف علوي وايي، الله شاهد دی، ما د رسمي رازونو قانون او د پوځ د قانون د ترمیم بل لاسلیک نه کړ.

0
81

باغي ټي وي رپورټ

صدر عارف علوي خپل بيان کښې وئيلي دي چې زه د آفيشل سيکريټ ايکټ او آرمي ايکټ ترميمي بل سره متفق نه يم، ما له خپلو کارکونکو وغوښتل چې دا بل له لاسليک پرته بيرته واستوي.

د پاکستان ولسمشر زیاته کړه: “ما څو ځلې له کارکوونکو سره تایید کړې چې بیلونه یې له لاسلیک پرته بیرته استول شوي دي. نن خبر شوم چې کارکوونکو زما له ارادې او امر څخه سرغړونه کړې ده.”

عارف علوي زیاته کړه چې الله په هر څه پوهیږي، زه له ټولو هغو کسانو بخښنه غواړم چې د دې بلونو له امله به متاثره شي، ما دا بلونه نه دي لاسلیک کړي.

ياده دي وي چي تيره ورځ خبرونه راغلي وو چي صدر عارف علوي د آفيشل سيکريټ ايکټ او آرمي ايکټ ترميمي بل باندي دستخط کړي دي چي پکښي دواړه بلونه قانون ګرځيدلي دي۔

Leave a reply