د مسلم ليګ نون صدر او پخوانى وزيراعظم شهباز شريف د پارټۍ مشر نواز شريف سره د ملاقات لپاره لندن ته روان شوے دے
باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب په يو بيان كښې وئيلي دي چې پخوانى وزيراعظم او د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف به نن د لاهور نه لندن ته ځي۔
مريم اورنګزېب ويلي چې شهباز شريف به په لندن کې د استوګنې پر مهال د ګوند له مشر نواز شريف سره وګوري.
خو اوس د مسلم لیګ نون سرچینې وايي چې شهباز شریف لندن ته تللی دی.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې د اطلاعاتو پخواني وزير هم له كراچۍ څخه اسلام آباد ته د تلونكي مسافر وړونكي بس په حادثه د افسوس څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي چې د دې خبر په اورېدو ډېر خواشيني شوم۔
مريم اورنګزېب د متاثره شويو کورنيو سره د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سخت وخت کې له دوی سره ده.