د داخله چارو پخواني وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې پيپلز پارټي په ټولټاکنو کښې د څو څوکيو د لاسه ورکولو له وېرې په مردم شمارۍ اعتراض کوي

0
137

باغي ټي وي رپورټ

د جيو نيوز د جرګې په پروګرام کې له سليم صافي سره په خبرو کې د کورنيو چارو پخواني وزير وويل، چې په ټاکنو کې د ۹۰ ورځو ځنډ هيڅ فرق نه کوي، پيپلز ګوند د څو څوکيو د لاسه ورکولو له وېرې پر سرشمېرنه اعتراض کوي.

رانا ثناء الله وويل د قامي مفاداتو کونسل په اتفاق سره د مردم شمارۍ منظوري ورکړې او په کونسل کښې د پيپلز پارټۍ نمائندګي هم وه۔

ده ووئيل ټول ملت په دې مردم شمارۍ باور لري، نوې حلقه بندۍ د نوې سرشمېرنې نه پس د آئين ضرورت دى۔

د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو حوزو ۴ میاشتې وخت اعلان د اندېښنې لامل دی: د خلکو ګوند
بل لوري ته د اطلاعاتو پخوانۍ وفاقي وزيرې شيري رحمان وئيلي دي چې پيپلز پارټۍ د مشترکه مفاداتو کونسل په غونډه کې منلې وه چې موجوده څوکۍ به نه بدلوي.

شېري رحمان زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسيون له خوا د ټاکنيزو حوزو په اړه د ٤ مياشتو وخت نيول د اندېښنې او مايوسۍ لامل دى، بايد د ټاکنو کمېسيون پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

دې نه علاوه سناتور وقار مهدي او سېنېټر پلوشه خان ووئيل چې په 90 ورځو كښې عام ټاكنې د آئين ضرورت دى۔

Leave a reply