د پنجاب آئي جي ډاکټر عثمان انور وئيلي دي چې په جڑانواله کښې د اور لګيدنې په پيښو کښې د ککړو 170 ملزمانو فهرست تيار کړے شوے دے چې پکښې 160 ملزمان نيول شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
ډاکټر عثمان انور وايي د ويډيو، جيو فينسنګ، ادارې رپورټونو او نادرا ريکارډونو په مرسته د ملزمانو پېژندګلوي روانه ده او ډېر ژر به نور کسان هم ونيول شي.
آئي جي پنجاب وئيلي دي چي زنانه اي ايس پيز به په جڑانواله کښي ډيوټي کوي تر څو چي متاثره کورونه بحال شوي نه وي، ښځينه پوليس اهلکار به د مسيحي زنانو او زنانو تحفظ يقيني کوي۔
بل اړخ ته د جڑانواله سانحه کښي د سوزیدلو کلیساګانو د بحالۍ کار روان دی او نن به په کلیساګانو کښي د عبادت مراسم هم ترسره کیږی.
د ډپټي کمشنر په وینا برید کوونکو ۲۱ کلیساګانې سوځولي او ۹۲ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د پېښې قربانیان سخت خواشیني دي او وايي، چې بریدګرو پیسې او قیمتي توکي لوټ کړي او کورونه یې په بې رحمانه ډول سوځولي دي.






