د سیفر کیس کښې د پاکستان پخوانی خارجه وزیر او د تحریک انصاف نائب چیرمین په یو ورځنی جسماني ریمانډ پولیس ته حواله کړے شو.

0
104

باغی ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي مشر شاه محمود قريشي چې تيره ورځ د سيفر په مقدمه کښې ګرفتار کړے شو د ايف آئي اے لخوا د ضلعي مجسټرېټ احتشام عالم په عدالت کښې وړاندې کړے شو۔

د شاه محمود قرېشي په ضد د آرمي ايکټ لاندې مقدمه درج شوې وه او د مقدمې اورېدنه په کېمرې شوې وه او د اړخونو دلائل اورېدو وروستو عدالت شاه محمود قريشي په يو ورځني ريمانډ ايف آئي اے ته حواله کړے دے۔

عدالت د شاه محمود قرېشي په ريمانډ ايف آئي اے ته سپارلو تحريري حکم جاري کړے او حکم ئي ورکړے چې د ګل په ورځ اړوند عدالت ته وړاندې کړي۔

شاه محمود قریشي: په ملي ګټو هېڅکله جوړجاړی نه دی کړی

عدالت ته د حاضرېدو په موقع خبريالانو سره خبرو کې شاه محمود قريشي وويل ما د پاکستان په کوم پټ ضابطه عمل نۀ دى کړى، ما خپله ذمه واري ثابته کړې او په ذمه واري يې عمل کړى دى.

شاه محمود قریشي وویل چې ما تل د پاکستان د ګټو ساتنه کړې ده او هیڅکله د هیواد په ګټو باندې جوړجاړی نه دی کړی، زما وجدان روښانه دی، ما تل سم کار کړی دی، داسې کوم سند مې له هیچا سره نه دی شریک کړی.

پخواني خارجه وزير وويل دا په سياسي بنيادونو جوړه شوې مقدمه ده، د آفيشل سيکريټ ايکټ 5 او 9 سيکشنز په ما نه پلي کيږي، کله چې ما ته زنګ وهلى شو نو ټولو پوښتنو ته مې ځواب ورکړ، پوره همکاري مې وکړه، ليکلي بيان مې ورکړ. پوښتل شویو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ياده دې وي چې شاه محمود قريشي تيره ورځ ايف آئي اے د سيفران کيس کښې اسلام آباد نه نيولي وو۔

Leave a reply