د پاکستان تحريک انصاف پارليماني غړو مشر پرويز خټک وئيلي دي چي راتلونکي انتخاباتو کښي به د پي ټي آئي پارليمنټيران له خيبرپښتونخوا نه تحريک انصاف پاکوي۔

باغی ټي وي رپورټ
نوښار کښې يوې جلسې ته خطاب کښې پرويز خټک اوويل چې د پي ټي آئي چيئرمين مشن خالي دے، ليډر هغه دے چې قوم ته تعليم او تربيت ورکړي ولي چيئرمېن پي ټي آئي خپلو کارکنانو ته فرق نه دے کړے.
ده ووئيل چې په تحريك انصاف كښې د گالي نه علاوه كومه خبره نه اورېدل شوې، د پي ټي آئي خلقو په سوشل ميډيا د پارټۍ پرېښودو كسانو ته گالې وركړې، د پي ټي آئي بچي ګمراه شوي دي۔ پرویز خټک زیاته کړه چې دوی وايي چې ما غداري کړې ده، ما هېڅکله له چا سره خیانت نه دی کړی، د تحریک انصاف دومره خدمت مې بل چا نه دی کړی.
پرويز خټک وويل پي ټي ائي درې نيم کاله حکومت کړى ؤ، مونږ شرميږو، په وفاقي حکومت کې مونږ څه ترلاسه نۀ کړل.
هغه وويل که په نوشهره کې له منځه ولاړ نه شي، زما نوم بدل کړئ، دا کاروان چې له نوشهره پيلېږي، د ولايت هر ګوټ ته به ځي.
له دې وړاندې په خپل يو بيان کې پرويز خټک وئيلي وؤ چې دپي ټي ائي مشر په اسلام اباد کې ناست ټول ملک چلول غواړي اؤ دپوځ په ضد انقلاب راوستل غواړي.
هغه وويل، چې دا مهال له ما سره له ٣٥ تر ٤٠ پورې ټاکنيز کانديدان دي او په تماس کې خلک هم شته، خو ما د هغوى ډېرو ته مخه کړې ده، د ټاکنو وړ کسان خپلې رايې لري.






