د سندهـ د لس کسیزې نگران کابینې لپاره نومونه حتمي شوي دي.

0
153

باغی ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه د سندهـ نگران وزيراعلي مقبول باقر نوې کابينه به نن مازيګر پنځه بجې سوګند پورته کوي.

سرچينې وائي په نگران صوبائي کابينه کې دبريگيډئير ريټائرډ حارث نواز، مبين جماني، يونس دستګا او بيرسټر عمر نومونه شامل دي.

سرچينې وائي د سندهـ په نگران کابينه کې ارشد ولي، خدابخش مري، ايشور لعل او ډاکټر سعد نياز هم شامل دي، ددې ترڅنگ مس رانا حسين او ډاکټر جنيد شاه به هم دنگران صوبائي وزيرانو په توگه حلف اخلي.

د سرچينو ترمخه بريگيډئير ريټائرډ حارث نواز ته دکورنيو چارو او مس رانا حسين ته د تعليم څانګه اؤ ډاکټر سعد نياز ته په سندهـ حکومت کې دصحت څانگې ورکړل کيدى شي.

ياده دې وي چې جسټس ريټائرډ مقبول باقر دوه ورځې وړاندې د سندهـ نګران وزيراعلي سوګند پورته کړو.

Leave a reply