د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وکيل شېر افضل مروت وايي، د ګوند غدارانو زما ژوند په خطر کې اچولی خو زه به دغه غداران په ډاګه کړم.

0
147

باغی ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه دپي ټي ائي کور کميټۍ په غونډه کې دواړه ډلې يو بل ته مخامخ شوي او يو بل ته يې سختې خبرې کړي دي.

د پارټۍ ذرائعو ترمخه د کور کميټي اجلاس تفصيلات او ريکارډنګ مخې ته راتلو نه پس د پي ټي آئي مشرانو يو بل باندي تورونه لګولي دي او پي ټي آئي مشرانو هم يو بل غدار بللي دي۔ دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي گڼ شمير غړي وائي چې دکور کميټۍ په غونډه کې په مهمو مسلو خبرې نۀ شي کيدلى، دکور کميټۍ غړو وويل که عمر ايوب اؤ شبلي فراز اجازه ورکړي نو دپارټۍ دننه به غداران په ګوته کوي.

سرچينې وائي دکور کميټۍ غړو په دغه غونډه کې دعوه وکړه چې عمر ايوب په کور کميټۍ کې غدار اعلان کړل شوي غړي سره دوامداره تماس کې دى.

دسرچينو ترمخه دعمر ايوب اؤ شاه محمود قريشي ترمينځ دپي ټي ائي دچيرمين جانشين جوړيدو لپاره هڅې تيزې شوي دي.

بل اړخ ته د پي ټي آئي چيئرمېن وکيل شېر افضل مروت په سوشل ميډيا خپل بيان کښې وئيلي دي چې د غصې باوجود به غداران پيژنم، عمر ايوب د ملاقات په مهال ريکارډ شوې نسخه چلولې، زه سياستمدار نه يم، يو مسلکي وکيل يم. د ساتیرۍ یا شک لپاره د نورو دښمنانو جوړولو لپاره هیڅ لیوالتیا نشته.

شیرافضل مروت زیاته کړه چې په پارټۍ کې غدارانو ته چیلنج کولو لپاره ډیر حوصلې پکار دي، زه به یې پایلې وزغمم، که څه هم وي زه به یوازې خپله مبارزه جاري ساتم.

Leave a reply