دبشري حقونو نگران وفاقي وزير خليل جارج وئيلي دي چې دنهم مئ اؤ جڑانواله پيښې ملزمانو ته دې سزا ورکړل شي.

0
91

باغی ټي وي رپورټ

د بشري حقونو نگران وفاقي وزير خليل جورج جناح هاؤس ته دوره کړې اؤ وئيلي يې دي چې دپاکستان پوځ زمونږ اثاثه ده چې له امله يې مونږ په ارامه خوب کوو، جذباتو ته لمن وهل دملک لپاره ښه شگڼ نۀ دى، دملک ضد عناصرو هر ډول سازش به ناکامه شي.

خلیل جورج د جندانوالا تراژیدي په اړه په خپلو خبرو کې له ځوانانو وغوښتل چې د هیچا په فریب کې نه راځي.

ده ووئيل چې د 9م مئي او د جنډرانواله سانحې ملزمان په خدائ پاک مومنان نه دي، د نهم مئي او د جنډرانواله ترهه ګرۍ ته دې رښتينې سزا وركړې شي، مونږ به د نهم مئي او د جنډرانواله سانحې په کلکه غندنه كوو۔

نگران وفاقي وزير وويل که په لاهور کې په جڑانواله يا جناح هاوس کې کليسا سوځول کيږي دا په پاکستان بريد دى، هيڅ مسلمان يا مسيحي عبادت ځاي نۀ شي سوځولى.

د انتخاباتو په اړه خلیل جورج وویل چې د انتخاباتو ترسره کول د انتخاباتو د کمیسیون په واک کې راځي.

Leave a reply