د لاهور بار ایسوسی ایشن ماتحت عدالتونو ته د پولیس په داخلیدو بندیز لګولی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور بار ايسوسي ايشن لخوا پوليس ملازمينو ته هيڅ عدالت ته د تلو اجازت نه دې ورکړے شوے د پوليس ملازمينو تر څنګ عام خلق هم بند کړے شول۔
د لاهور بار صدر رانا انتظار حسېن دوه ورځې وړاندې د وکيلانو غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو چې که د وکيلانو پرضد چاپې ونه درول شي نو پوليسو ته به عدالت ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شي.
رانا انتظار حسين د آئي جي پنجاب نه غوښتنه کړې چې د وکيلانو خلاف کاروائي دې په سمدستي توګه ودرول شي او پوليس دې د وکيلانو په کورونو چاپې اچولو او د هغوي د ځورولو مخه ونيول شي۔






