د مخدره موادو ضد ځواک (ANF) د ګجرات ریلوې سټیشن کې د عملیاتو په ترڅ کې د جعفر ایکسپریس د عملې د 2 غړو څخه مخدره توکي ترلاسه کړل.

0
200

باغی ټي وي رپورټ

د اے این ایف ترجمان ترمخه د ریل ګاډو نه د نشه ایزو موادو د سمګلنګ اطلاعات ترلاسه شوی دې په نتیجه کښې د راولپنډۍ، پيښور، لاهور، کراچۍ او کویټې په شمول په ټولو لویو جنکشنونو د ریل ګاډو چیکنګ اوچت کړے شو او په ګجرات جنکشن کښې هم چیکنګ وشو.

د وياند په وينا، د عملياتو په ترڅ کې د جعفر اکسپريس ګارډ انچارج او د بريښنايي اسسټنټ ايگزيمنر پلټنه شوې او د هغوى له رسمي کڅوړې څخه څلور کيلوګرامه چرس او دوه کيلوګرامه ترياک ترلاسه شوي دي.

ترجمان زياته کړه چې ملزمانو د راولپنډۍ نه جيکب آباد ته د نشه اي توکو د قاچاق کولو کوشش کولو او د پيښې نه پس په ټولو لويو جنکشنونو او ټرينونو څارنه سخته کړې شوې ده۔

د ANF وياند وويل دواړه تورن کسان د راولپنډۍ اوسېدونکي دي او پر ضد يې مقدمه درج شوې ده.

Leave a reply