د مسلم لیګ (ن) مشر او پخواني دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې د مسلمانانو اکثریت په پاکستانیت انحصار نه لري
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر او پخواني دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې د مسلمانانو اکثریت په پاکستانیت انحصار نه لري او د دغه انحصار دعوه کوونکي له غیر مسلمو پاکستانیانو څخه د وطن د مینې حق هم اخلي.
د سوشل ميډيا سائيټ ایکس باندې خپل يو بيان کښې خواجه آصف وئيلي دي چې د سياسي مقاصدو او حکمرانۍ د اوږدولو لپاره د مذهبي جنونيت استعمال معمول ګرځېدلی دی.
هغه وویل چې غیر مسلم پاکستانیان باید په غیږ کې ونیول شي او ورته حقوق ورکړل شي.