پخواني وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي انتخابات په ۹۰ ورځو کښي کيږي او که په 190 ورځو کښي مونږ سره علاقه نه لرو۔
باغی ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال احسن اقبال وئيلي دي چې ټولټاکنې دې په ۹۰ ورځو يا ۱۹۰ ورځو کې وشي، مونږ ورسره علاقه نه لرو، مونږ صرف دا غواړو چې ټاکنې د آئين مطابق وي.
هغه وویل چې موږ د انفلاسیون له انګیرنې څخه هیڅ ویره نه لرو، زموږ رایې ورکوونکي پوهیږي چې د دې انفلاسیون مسؤل څوک دی.
ياده دې وي چې د زيارت په ورځ اليکشن کميشن د حلقه بندۍ شيډول اعلان کړو او وئيلي وو چې عام انتخابات په ۹۰ ورځو کښې نه شي کولے.
د ټاکنو کمېشن په ټول هېواد کې د نوې سرشمیرنې پر بنسټ د ټاکنیزو حوزو د محدودولو پرېکړه کړې او د ټاکنو لپاره یې څلور میاشتې وخت ورکړی دی.
د اليکشن کميشن ترمخه د حلقه بنديانو حتمي اعلان به په 14م دسمبر ترسره کيږي، په ټول ملک کې به حلقه بندۍ د 8م ستمبر نه تر 7م اکتوبر پورې ترسره کيږي، د اکتوبر نه تر 8م نومبر پورې به د حلقو په اړه تجويزونه ورکول کيږي، د قومي او صوبايي اسمبلۍ حلقې به د 5 ستمبر څخه تر 7 ستمبر پورې به کوټه اختصاص شي، د حلقو اړوند انتظامې چارې به د اګست 31 پورې بشپړې شي.
د خلکو ګوند په ښکاره توګه ټاکنې تر ۹۰ ورځو پورې وځنډولې