د مسلم ليګ نون چيف آرگنائزر مريم نواز وايي د ګوند اصلي قوت ځوانان دي، د ژوند په هر ډګر کې پرمختګ د ځوانانو حق دی، ګوند به په هره کچه ځوانانو ته موقع ورکوي.

0
239

باغی ټي وي رپورټ

لاهور کښې د مسلم ليګ (ن) صوبائي حلقو ځوانانو کوآرډينيټرانو مريم نواز سره وليدل په دې موقع مريم په دوي کښې نوټيفيکيشنونه وويشل۔

مريم نواز کوآرډينټرانو ته هدايات ورکړي چې د پارټۍ پيغام دې کور په کور ورسولې شي۔ ده وويل چې ځوانان دې تيار شي، نواز شريف به ډېر ژر د دوى په منځ کې وي.

هغه وویل، د فتنې ګوند نفرت او ګډوډي رامینځته کړې او د ناوړه ګټې اخیستنې سیاست ته وده ورکوي. ملت د 2014 کال په لاریون او د می د 9 په پیښو کې د هغې عملي مظاهره لیدلې ده.

د يادونې وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې د شريف کورنۍ سرچينو جيو نيوز ته تاييد کړې وه چې نواز شريف ته د هغه د ګوند ځينو مشرانو د سپټمبر په نيمايي کې د راتلو ټينګار کړی دی.

دسرچينو له مخې دشريف دکورنۍ وکيلانو اؤ سياسي همکارانو نوازشريف ته مشوره ورکړې وه چې دمنځني ختيز اؤ اروپا ددورې نه وروستو سمدلاسه هيواد ته راستون شي خو اوس دا خبره تائيد شوې ده چې نواز شريف به دسپټمبر په نيمايي کې پاکستان ته رسيږي.

نوازشريف څلور کاله وړاندې د علاج لپاره له بريتانيا څخه پاکستان ته راغلى و، چې اوس يې د راستنېدو لپاره تيارى بشپړ شوى دى.

Leave a reply