د بلوچستان ګورنر عبدالولي کاکړ د نگران وزیراعلی لپاره د علي مردان ډومکي د نوم منظوري ورکړې ده.

0
168

باغی ټي وي رپورټ

د بلوچستان د نگران وزيراعلي لپاره د علي مردان ډومکي نوم د حکومت او اپوزيشن پارليماني کميټي لخوا فائنل شو چې سمري د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر د منظورۍ لپاره ګورنر ته استولي دي.

اوس د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي اعلاميه کې ويل شوي چې د بلوچستان حکومت او د اپوزيشن پارليماني کميټۍ د نگران وزيراعلي په توګه د علي مردان ډومکي د ټاکلو منظوري ورکړې ده.

ياده دي وي چي حکومت او اپوزيشن ترمينځه د بلوچستان نګران وزيراعلي لپاره په يو نوم باندي اتفاق نه شو کړے شوي چي له وجي ئي دغه معامله پارليماني کميټي ته سپارلي شوي ده۔

Leave a reply