د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي که نيب د ترميمي مقدمې فيصله ونکړي نو دا به زما لپاره د شرم خبره وي.
باغی ټي وي رپورټ
د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کښې د نيب ترميم په ضد د پي ټي آئي چيئرمېن درخواست باندې 47م اورېدنه وشوه۔
د اوريدنې په مهال جسټس منصور علي شاه د درخواست کونکي وکيل مخدوم علي خان نه پوښتنه وکړه چې آيا دغه بينچ د نيب ترميمي مقدمې اوريدنه د عمل او پروسيجر ايکټ لاندې جاري ساتلې شي؟ په داسې حال کې چې چيف جسټس مخدوم علي خان ته هدايات کړي چې په راتلونکې اوريدنه کې دې دې ټکي ته تيار شي.
وکيل مخدوم علي خان وويل زه دجسټس منصور علي شاه له خبرې سره متفق يم، زه به د تيارۍ وروستو په دې ټکي دعدالت ملاتړ کولى شم، عدالت تر هغې پورې اوريدنه جاري ساتلى شي چې د نېب ترمېنځ اورېدنه وشي.
چيف جسټس وويل ايا دا کومه بې مثاله او ځانگړې مقدمه ده چې قانون يې نظر انداز کړو اؤ غوږ يې ونيسو؟ جسټس اعجازالاحسن ريمارکس کښې اوويل چې که چرې دوي په واضحه توګه پوهه شي چې دا کيس د آرټيکل 184/3 لاندې اوريدلې شي نو اوريدنه به روانه وي، په دې موقع جسټس منصور علي شاه وويل مرسته دې وکړي چې دغه بينچ څنګه کېس اوري.
جسټس منصور علي شاه وويل چې که عدالت د نيب ترميمي مقدمې اورېدنه بشپړه کړې وي نو دغه بينچ کولى شي، که نه نو په قانوني توگه دغه بينچ د کيس اوريدنه نۀ شي کولى.
جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړی چې د نظر اختلاف باوجود اکثره ججان عدالتي فیصلې کوي، تر دې دمه په ۲۷ اورونو کې درخواست کوونکو دلائل ورکړي دي او مخدوم علي خان په ۱۹ اورونو کې دلیلونه ورکړي دي، دومره اوږده کیس نه وو. مخدوم علي خان ښه دلیلونه ورکړي دي.
د پاکستان چيف جسټس له مخدوم علي خان سره د خبرو په مهال پوښتنه وکړه چې تاسو ولې د اورېدنې نه ډډه کوئ؟ په دې اړه وکیل مخدوم علي خان وویل چې د مقدمې نه ډډه نه کیږي، د وکیل په توګه زما دنده ده چې د محکمې مرسته وکړم.
جسټس منصور علي شاه وويل چې دکيس تر دې مهاله 47 اوريدنې شوي دي، په لمړۍ اوريدنه کې هم دبنسټيزو حقونو په اړه پوښتنې راپورته شوې وې خو ځواب يې نۀ شو ورکولى.
وکيل مخدوم علي خان وويل عدالت ته يې ويلي دي چې حکومت په نيب قانون کې څو ترميمونه کړي دي، عدالت ته يې په خپله پوهه کې ښه مرسته ورکړې ده، خواجه حارث له تيرې مودې راهسې دپي ټي ائي دچيئرمين په ضد زياتره مقدمې چلوي. ۳ میاشتې..
د پاکستان چيف جسټس درخواست کوونکي ته د خبرو په مهال وويل مونږ پوهيږو خو زه فکر نۀ کوم چې په 2023م کې په ترميمونو بيا کتنه وکړو، د 2022م کال د نيب ترميمونه عدالت کې چيلنج کړل شوي، د نيب نوي ترميمونه او خپل ليکلي ځوابونه جمع کړئ.
جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړی چې هغه د دې مقدمې حل کول غواړي ځکه چې د بنچ یو غړی د تقاعد کیدو په حال کې دی.
سپريم کورټ د نيب ترميمي مقدمې اورېدنه تر 28م اګست پورې ځنډولې ده او وئيلي ئې دي چې د دې مقدمې اورېدنه به د اګست په 28مه نېټه کوي۔
چيف جسټس آف پاکستان وويل د نيب لپاره ضروري نه ده چې د ترميمونو په ميرټ باندې فيصله وکړي.