سپريم کورټ کښې د پاناما جے آئي ټي رپورټ نمبر 10 جاري کولو لپاره دائر درخواست سماعت لپاره مقرر کړے شوے دے۔

0
140

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې دوه کسيزه بينچ به د اګست په 22مه د پاناما جے آئي ټي د 10 جلد جاري کولو لپاره د براډ شيټ کمپنۍ د درخواست اوريدنه کوي.

سپريم کورټ په دې لړ کښې اټارني جنرل او نورو اړخونو ته نوټس جاري کړے دے۔

براډ شيټ کمپنۍ وئيلي دي چې نيب د شريف خاندان د بهرنو جائدادونو لټون کښې مرسته کړې وه ولي نيب د جائيدادونو پلټنو معاوضه نه ده ورکړې۔

براډشیټ د نیب په ضد د برتانیې په عدالت کې د واجباتو د وصولۍ دعوه کړې وه او براډ شیټ د پانامه جے آئي ټي د والیم 10 وړاندې کولو غوښتنه کړې وه.

د براډشیټ شرکت غوښتل چې د انګلستان په محکمه کې د ثبوت په توګه 10 حجم وړاندې کړي.

ياده دې وي چې په جولائي 2017 کې د جسټس آصف سعيد کهوسه، جسټس اعجاز افضل خان، جسټس ګلزار احمد، جسټس شيخ عظمت سعيد او جسټس اعجازالاحسن په مشتمل پنځه کسيزه بنچ پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د ټول عمر لپاره نااهله ګرځولې وه۔ د پانامه په قضیه کې هغه د ګوند له صدارت څخه هم ګوښه کړای شو.

Leave a reply