د مريم نواز او احد چيمه د ضمانتونو منسوخولو لپاره سپريم کورټ کې د نيب درخواستونه اورېدنه شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
نيب د شميم شوګر ملز کيس کښې د آمدن نه د زياتو اثاثو په تور د مريم نواز د ضمانت منسوخولو درخواست جمع کړے وو کومه چې عدالت د اورېدنې لپاره ټاکلې ده.
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې دوه کسيزه بنچ به د اګست په 22مه نېټه د مريم نواز د ضمانت درخواست اورېدنه کوي.
جسټس اطهر من الله د چیف جسټس آف پاکستان سره په بنچ کې شامل دی.
بل اړخ ته په سپریم کورټ کښې د ایل ډي اے د پخواني چیئرمین او د وزیراعظم پخواني سلاکار احد چیمه د ضمانت منسوخولو درخواست هم اورېدنه شوې ده.
نیب احد چیمه د منی لانډرنګ او غیر متناسب اثاثو تور لګولی دی په کوم کې چې د ضمانت درخواستونه جمع کړی شوی دی.
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې دوه کسيزه بنچ به د اګست په ۲۵مه د نيب د درخواست اورېدنه کوي.






