په اسلام اباد کې د کورنی تاوتریخوالی د یوې بلې دیارلس کلنې کارکونکې ویډیو بیان او د تشدد ویډیوګانې مخې ته راغلي

0
73

باغی ټي وي رپورټ

یو.شخسی ټیلیویزیون په ترلاسه شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د کور د کارکونکې عندلیب فاطمې پر بدن د شکنجې نښې لیدل کیږي.

دغې نجلۍ په خپل ویډیويي بیان کې ویلي، چې ما په اسلام اباد کې په یوه کور کې کار کاوه، هلته مې ځورول، پر ما باندې ګرمې اوبه اچول شوې او په ځنځير یې ووهل شوه، د کور د مېرمنې ماشومان هم ووهلم. دوه ځله سپي هم خوشې شول.

د عندليب فاطمې په نوم دغه ماشومه وايي، چې د ماشومانو ماما يې د ناوړه چلند پر مهال ودروله، کله يې چې خاوند ته يې وويل، نو وهلم يې او ويل يې، چې ورور مې داسې کار نه شي کولى.

د کوره انجلۍ وویل چې زه ډاریږم، هیڅ نشم کولی چا ته ووایم، میرمنې ما ته توویزونه وخوړل.

بل اړخ ته د کور په کور زنانه تشدد کوونکی ملزم زیتون عرف سمرا د پنځوس زره روپو د مچلکو په عوض عدالت د هغه ضمانت منظور کړی دی.

د قرباني شوي ماشومې مور په ترنول پوليس سټيشن کې د خاوند خلاف مقدمه درج کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړۍ نجلۍ نه ده، چې د کورني تاوتريخوالي قرباني کېږي، له دې وړاندې هم رضوانه د اسلام اباد د سول جج عاصم حفيظ په کور کې د تاوتريخوالي ښکار شوې وه، چې له تېرو درېيو اونيو راهيسې د لاهور په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سندهـ په راني پور ښار کې په پیر حویلی کې د کارکونکې نجلۍ د تشدد یوه ویډیو هم مخې ته راغلې وه.

Leave a reply