د پاکستان تحریک انصاف د سوشل میډیا فعال شایان علي خلاف د اسلام آباد په رامنا پولیس سټیشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
د سوشل میډیا فعال شایان علي په سوشل میډیا د یو عدالتي افسر په بدنامولو تورن دی.
د شایان علي خلاف د اسلام اباد په رمنا پولیس سټیشن کې مقدمه درج کړې شوې ده او مقدمه کې د بغاوت او ترهګرۍ مقدمې شاملې دي.
ایف آی آر کې ویل شوي چې تورن په لندن کې د عدالتي افسر ویډیوګانې جوړې کړې او په عدالتي افسر یې د برید هڅه هم کړې وه.






