د خزانې وزارت د مالي كال 22-2023 لپاره د مالي چارو رپورټ جاري كړو۔

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مالیې وزارت په وینا، په تېر مالي کال کې د پاکستان د بجټ خساره د جی ډي پي ۷.۷ فیصده ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال له جولای څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې ټولټال عاید ۹۶۳۳ میلیارده روپۍ وو.
رپورټ ترمخه په تير مالي کال کې 16 زره 154 اربه روپۍ مصرف شوي، د لګښتونو او عايد تر منځ فرق 6521 اربه روپۍ ؤ، په تير مالي کال کې ټول ټال ټېکس 7818 اربه روپۍ وه.
رپورټ کښې وئيلي شوي چې وفاقي حکومت 7169 اربه روپۍ او صوبو 649 اربه روپۍ ټيکس جمع کړي په داسې حال کې چې تير مالي کال کې د غير ټيکس 1814 اربه روپۍ ؤ.
د راپور له مخې په تېر مالي کال کې ۱۴ زره ۵۸۳ اربه روپۍ په روانو لګښتونو، ۵۸۳۱ اربه روپۍ د سود په ورکړه او ۱۵۸۵ اربه روپۍ دفاع باندې لګول شوي دي.
راپور زیاتوي چې په تېر مالي کال کې له ولس څخه ۵۷۹ میلیارده روپۍ د پټرولیم لیوي په بڼه راټولې شوې او په تېر مالي کال کې ۴۲۲۳ میلیارده روپۍ صوبو ته انتقال شوې دي.





