د کراچۍ په اورنګي ټاون سيمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې د پيپلز ګوند يو سيمه ييز دفتر وژل شوی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د اورنګي ټاؤن په اقبال مارکيټ سيمه کښې د موټر سائيکل سورو ملزمانو په ډزو کښې د امجد حسېن په نوم يو تن وژلې شوې ولې ملزمان د پېښې نه پس په تېښته کښې کامياب شول۔
د ایس ایس پی فیصل بشیر میمن وینا ده چې درې ملزمان په موټر سایکل سپاره وو. دغو درې واړو د مخ پټولو لپاره جراحي ماسکونه اغوستي وو، په داسې حال کې چې امجد په کوڅه کې ولاړ و، تورن کسان راغلل او ډزې یې پرې وکړې.
ملزم یو څه لرې لاړو او بیا بیرته راغی او بیا یې په امجد ډزې وکړې چې وروسته هغه وتښتید.
ايس ايس پي وايي پېښه هدفي وژنه ښکاري. په سمدستي توگه د وژنې علت نۀ دى په ډاگه شوى، وژل شوى تن د پيپلز پارټۍ يو سيمه ييز چارواکی هم ؤ.
د روغتون چارواکو په وینا، امجد حسین د بدن پر بېلابېلو برخو ۱۰ ګولۍ لګېدلې دي. پوليس چارواکي وايي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.





