له پيپلز ګوند وروسته پاکستان تحريک انصاف هم د انتخاباتي کمېشن د حلقه بندۍ اعلان رد کړی او په سپريم کورټ کې يې د چيلنج کولو اعلان کړی دی.

0
196

باغی ټي وي رپورټ

تيره ورځ اليکشن کميشن د حلقه بندۍ د مهالوېش اعلانولو په وخت وئيلي وو چې عام انتخابات په ۹۰ ورځو کښې نه شي کيدلی.

د ټاکنو کمېشن په ټول هېواد کې د نوې سرشمیرنې پر بنسټ د ټاکنیزو حوزو د محدودولو پرېکړه کړې او د ټاکنو لپاره یې څلور میاشتې وخت ورکړی دی.

د اليکشن کميشن ترمخه د حلقه بنديانو حتمي اعلان به په 14م دسمبر ترسره کيږي، په ټول ملک کې به حلقه بندۍ د 8م ستمبر نه تر 7م اکتوبر پورې ترسره کيږي، د اکتوبر نه تر 8م نومبر پورې به د حلقو په اړه تجويزونه ورکول کيږي، د قومي او صوبايي اسمبلۍ حلقې به د 5 ستمبر څخه تر 7 ستمبر پورې به کوټه اختصاص شي، د حلقو اړوند انتظامې چارې به د اګست 31 پورې بشپړې شي.

خو پي ټي ائي هم د انتخاباتي کمېشن د حلقه بندۍ شيډول په مکمله توګه رد کړو.

د پي ټي آئي وياند لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې د اليکشن کميشن حلقه بندۍ شيډول د آئين نه انحراف دے او د بدنيتۍ په بنياد دغه شيډول د آئين د ارادې خلاف د نگران حکومت د اوږدولو جرم دے.

له دې وړاندې پيپلز ګوند په انتخاباتو کې د ۹۰ ورځو نه زیات ځنډ مخالفت کړی و.

د پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو سيکرټري فيصل کريم کنډي وايي که د حلقه بندۍ وروستو د دوي په ضد اپيلونه کيږي نو دوي به يو نيم کال پورې په همدې چکرونو کې پاتې شي نو په ۹۰ ورځو کې دې انتخابات وشي.

Leave a reply