عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ نوی سرپرست رئیس وټاکل شو

عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ نوی سرپرست رئیس وټاکل شو
عزیزالله فضلي تر دې وړاندې د سولې پۀ چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلا کار ؤ.
(2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نن د اګست ۲۲ نېټه عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي سرپرست رئیس وټاکل شو.
کرکټ بورډ په دې اړه نور معلومات ندي ورکړي، تر دې وړاندې فرهان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس ؤ.
عزیزالله فضلي تر دې مخکې هم د کرکټ بورډ مرستیال او بیا د څه وحت لپاره د کرګټ بورډ رئیس پاتې شوی ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې په وړاندې د لوبې لپاره تمرینات پیل کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې تمه ده ډېر ژر به پخپل کوربه توب د پاکستان په وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.






