د کډوالو وزارت داخلي بېځايه شوو رئيس د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې له مرستيال سره ليدنه ترسره کړی.

0
84

د کډوالو وزارت داخلي بېځايه شوو رئيس د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې له مرستيال سره ليدنه ترسره کړی.

17 اګست پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له مرستيال محمد خاطر زيد سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

 

د پوهاوي ددې ناستې موخه د داخلي بېځايه شوو د لېږد د څرنګوالي، په راتلونکي کې د مرستو رسولو او په دې برخه کې له دې ادارې سره د همکاريو په اړه د معلوماتو وړاندې کول وو.

 

د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد د يادې ادارې له دوامداره همکاريو څخه د مننې ترڅنګ وويل، زموږ ګډه دنده د بېځايه شوو د ستونزو هوراول دي او ددې وخت رارسېدلی چې د ټولنې له زيانمنې طبقې سره لا زياته همکاري وکړو. د مهاجرينو چارو وزارت هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د پلان له مخې ټولې زيانمې شوې کورنۍ خپلو اصلي ولايتونو او ولسواليو ته ولېږدوي.

 

محمد خاطر زيد د مهاجرينو چارو وزارت سره د خپلو همکاريو د څرګندولو پرمهال وويل، د بېځايه شو اصلي ځايونه ته د ستنېدو لپاره يوې منظې ستراتېژ او تګلارې ته اړتيا ده، څو د هغه پربنسټ خپله همغږي او همکاري زياته کړو.

 

مولوي شېرزاد زياته کړه، د اسلامي امارت په بريا سره د وزارت تګلاره په داخلي بېځايه شوو باندې متمرکزه ده، چې څنګه کولای شو هغوی خپلو اصلي ځايونو ته ولېږو او بشري مرستې ورته برابرې کړو.

 

هغه زياته کړه، د اسلامي امارت د مسؤلينو د لارښوونې له مخې د يوشمېر ادارو په همکارۍ ۸ زره کورنۍ له پارکونو څخه خپلو اصلي ځاينو ته لېږل شوي او د زرګونو نورو کورنيو د لېږد پلان هم د وزارت له خوا پلان شوی دی، مګر سېلابونو او د زلزلو پېښو دا پلان اغېزمن کړی.

 

 

شيرزاد وويل، د ننګرهار ولايت له اوو کمپونو څخه د بېځايه شوو کسانو د لېږ پلان يې په لاس کې دی او بل لورې ته يې ياده موضوع رښانه کړې.

اړوند موضوعات

 د ترکیې سفیر ته د کډوالو چارو وزارت مرستیال: د افغان کډوالو ایستل دایمي حل نه دی

 

محمد خاطر زيد په يادو مواردو کې د خپلې همکارۍ په څرګندولو سره د يوې ګډې تخنيکي کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه، ترڅو د وزارت او مرستندويه بنسټونو ترمنځ همغږي او همکاري رامنځته شي. دواړو لوريو پر لا زياتو همکاريو او همغږيو ټينګار وکړ.

Leave a reply