د سندهـ نګران وزيراعلي جسټس ريټائرډ مقبول باقر د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړو.

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ ګورنر کامران تيسوري د سندهـ نگران وزيراعلي نه حلف پورته کړو۔
د سندهـ ګورنر هاؤس کښې شوې دستوره کښې مراد علي شاه، پخواني وزيرانو، پيپلز پارټۍ، ايم کيو ايم او جي ډي اے پشمول سياسي مشرانو ګډون اوکړو۔
په دې مراسمو کې بهرنیو دیپلوماتانو، سوداګرو او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.
د نگران وزیراعلی جسټس باقر مسلکي ژوند ته یوه کتنه
جسټس (رټ) مقبول باقر په ۱۹۵۷ کال کې زېږېدلی، د کراچۍ اوسېدونکی دی، مقبول باقر د کراچۍ له پوهنتون څخه ایل ایل بي بشپړ کړی او په ۱۹۸۱ کال کې په بار کې شامل شوی دی.
مقبول باقر په 2002 کال کې د سندهـ هائي کورټ جج او بيا په 2013 کې د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس وټاکل شو.
جسټس (رټ) مقبول باقر په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د سترې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شو او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۴ مه د سترې محکمې د قاضي په توګه تقاعد شو.
نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې هم په یوه ترهګریز برید کې سخت ټپي شوی و، چې د امنیتي منسوبینو په ګډون یې ۹ تنه شهیدان شوي وو.






