ولسمشر ډاکټر عارف علوي به څه موده وروسته د نگران وفاقي کابينې سوګند پورته کوي.

0
178

باغی ټي وي رپورټ

سرچينې وائي په لمړي پړاؤ کې به دنگران کابينې 18 غړي نن سوګند پورته کوي، صدر عارف علوي به په صدارتي ماڼۍ کې ديو لړ دستورو په مهال د وفاقي کابينې غړو سره سوګند اخلي.

سرچینه زیاتوي، چې د ولسمشر په ماڼۍ کې ۷ احتمالي ځانګړي مرستیالان د مېلمنو په څوکیو ګومارل شوي دي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې انوارالحق کاکړ د نگران وزيراعظم په توګه د څوکۍ سوګند پورته کړو چې وروستو يې د خپلې کابينې د لنډولو اعلان وکړو.

بل لوري ته سرچينې وائي چې په وفاقي کابينه کې دبهرنيو چارو وزير، پخواني سفارتکار جليل عباس جيلاني ته دخارجه چارو وزير ټاکل کيدو اؤ دخزانې وزير به داسټيټ بينک پخوانى ګورنر عشرت حسين وي اؤ سرفراز بګټي ته دکورنو چارو دوزارت ورکولو امکان دى.

دسرچينو له مخې سينئر خبريال مرتضى سولنگي داطلاعاتو دوزير په توګه ټاکل شوى اؤ ډاکټر عمر سيف دټي وي او مخابراتو دوزير په توګه ټاکل شوى دى. د دې نه علاوه د نگران کابینې لپاره د انیق احمد او تابش ګوهر نومونه هم مخې ته راغلي دي.

Leave a reply