د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز د جڑانواله پېښې منصوبه سازانو او له جوماتونو څخه د اعلانونو اعلان کوونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

باغی ټي وي رپورټ
ډاکټر قبله اياز وايي، اسلام د ټولو مذهبونو د عبادت ځايونو او مذهبي رسوماتو ته د درناوي درس ورکوي، هغه څه چې په جڑانواله کې رامنځته شول په دين، د هېواد په اساسي قانون او زموږ په ټولنيزو ارزښتونو کې ځای نه لري.
هغه زیاته کړه، په قانون او اسلام کې د بل مذهب پر خلکو او عبادتځایونو د برید جواز نشته، له ټولو هغو کسانو سره چې په دې پېښو کې لاس لري، باید قانوني چلند وشي.
د اسلامي نظریاتي کونسل مشر وویل چې حکومت دې په سمدستي توګه د وران شوي کورونو او عبادت ځایونو د بحالۍ لپاره ګامونه پورته کړي او د خلکو شخصي املاک ته د اوښتو زیانونو هم باید ازاله وشي.
هغه وويل دداسې پيښو دمخنيوي لپاره پکار ده چې ککړو مجرمينو ته سخته سزا ورکړل شي اؤ په دې لړ کې دې ځانګړې محکمې جوړې کړل شي چې شپه او ورځ يې اوري.
ځانګړې محکمې باید د دغو جنایتونو د هڅوونکو، پلان جوړونکو او د جوماتونو اعلان کوونکو ته سزا ورکړي.
هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې قانون په خپل لاس کې واخلي، رسنۍ باید یو اړخیز دریځ وړاندې نه کړي: مفتي منیب
بل خوا د رویت هلال کمېټۍ پخواني مشر مفتي منيب الرحمان ویلي چې د جرانواله سانحې په اړه دې هر اړخیزه تحقیقات وشي او ذمه وارو کسانو ته دې رښتینې سزا ورکړل شي.
مفتي منيب الرحمن وويل، د قران کريم او د رسول الله (ص) د سپکاوي مسوولين هم بايد د قانون منګولو ته وسپاري، حکومت بايد د پېښې قربانيانو ته تاوان ورکړي، د دې کار مسوولين د هېواد او خلکو دښمنان دي. ملت
هغه وويل، که ادارې پر وخت اقدام کړى واى، نو خلک به په غوسه نه و، د ټولو مسلمانو او غيرمسلمو وګړو د ژوند، مال، عزت او مال ساتنه د دولت دنده ده.






