د IT او مخابراتو نړیوال جایزه ګټونکی ډاکټر عمر سیف د IT او مخابراتو سرپرست وزیر ټاکل کیدی شي.

0
87

باغی ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ لخوا دکابينې جوړولو کار وروستى پړاو کې دى اؤ امکان دى چې نن به نگران کابينه اعلان شي.

دسرچينو ترمخه سينئر خبريال مرتضى سولنگي د اطلاعاتو وفاقي وزير او د آئي ټي ماهر ډاکټر عمر سيف د انفارميشن ټيکنالوجۍ او ټيلي کام نگران وزير ټاکل کيدو امکان دى.

ډاکټر عمر سیف د پاکستان انفارمیشن ټیکنالوجۍ بورډ چیئرمېن په توګه دنده ترسره کړې ده، دې نه علاوه ډاکټر عمر سیف د IT پوهنتون د وائس چانسلر په توګه هم کار کړی دی.

ډاکټر عمر سیف ته په ۲۰۱۴ کال کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د هغه د خدمتونو له امله د سټار امتیاز ورکړل شوی او ډاکټر عمر سیف د ټکنالوژۍ په برخه کې څو نړیوالې جایزې هم ترلاسه کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نګران کابينه کې د بهرنيو چارو وزارت مسووليت پخواني ډيپلوماټ جليل عباس جيلاني ته سپارل کېږي، چې په امريکا کې د پاکستان پخوانى سفير هم پاتې شوى دى.

د سرچينو له مخې تيره ورځ دخزانې دوزير لپاره دسلطان علي الانا نوم فائنل شوى ؤ خو ددوه تابعيت لرلو له امله امکان دى چې داسټيټ بينک پخوانى ګورنر شمشاد اختر به دماليې سرپرست وزير شي.

دسرچينو ترمخه سرفراز بګټي ته به دکورنيو چارو او تابش گوهر ته دبجلۍ وزير ټاکل کيږي. صنعتکار ډاکټر ګوهر اعجاز ته د تجارت، صنعت او پیداوار وزارت او انیق احمد ته د مذهبی چارو وزارت قلمرو ورکولی شی.

Leave a reply