په بلوچستان کې د نگران وزیراعلی د ټاکلو مسله په ټپه دریدلې ده، د وزیراعلی د ټاکلو لپاره پارلماني کمیټه جوړه نه شوه.

0
84

باغی ټي وي رپورټ

د بلوچستان اسمبلۍ له منحل کېدو درې ورځې وروسته هم وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو او د اپوزېشن مشر ملک سکندر تر منځ د نگران وزيراعلي لپاره په يوه نوم اتفاق نه و شوی، چې له امله يې دا معامله پارليماني کمېټۍ ته سپارل شوې ده.

د شورو په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر لخوا يوه ٦ کسيزه پارليماني کميټي جوړه شوې وه چې پکې د وزيراعلي او د اپوزيشن ليډر لخوا درې درې نومونه سپيکر ته لېږل شوي وو.

خو سرچينو دعوه کړې ده چې د نگران وزيراعلي د ټاکلو لپاره د وزيراعلي لخوا سپيکر ته ليږل شوې کميټۍ غړو کې د وزيراعلي نوم هم شامل دى او د نگران وزيراعلي نوم هم نۀ دى تجويز شوى. له دې سره د اپوزيشن مشر لخوا د دريو غړو نومونه ليږل شوي خو دوه مخالفو ګوندونو په دې نومونې اعتراضونه کړي دي۔

که څه هم دا کړنلاره د اپوزیسیون د مشر لخوا په پام کې نیول شوې ده، قانوني او تخنیکي پیچلتیاوې څیړل کیږي.

د همدغو وجوهاتو له وجې د چهارشنبې په ورځ د کميټۍ نوټيفيکيشن جاري نه شو.

Leave a reply