د امريکې خارجه وزير انتوني بلينکن د پاکستان نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ته د صدارت په څوکۍ مبارکي ورکړې ده۔

0
219

باغی ټي وي رپورټ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه بیان کې ویلي چې پاکستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو لپاره تیاری نیسي.

هغه وویل، موږ به د اساسي قانون، د بیان ازادۍ، اقتصادي هوساینې لپاره ګډې ژمنې ته دوام ورکړو.

بل لوري ته نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ دامريکا خارجه وزير ته دمبارکۍ په پيغام کې دمننې څرګندونه کړې ده.

نگران وزيراعظم انوار الحق وئيلي دي چې نگران حکومت به د پاکو او شفافو انتخاباتو لپاره په زړۀ پورې کار کوي، مونږ امريکا سره شراکت ته ارزښت ورکوو.

د دې نه علاوه نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وويل هغه په ​​سيمه کې داقتصادي سوکالۍ، جمهوريت اؤ ثبات دپاره دګډې ژمنې قدر کوي.

Leave a reply