د ميډيا جوائنټ ايکشن کميټې چې پکښې د صحافتي تنظيمونو ايم اين ډي، پي ايف يو جے، سي پي اين اي، اے پي اين ايس او پي بي اے نمائندګان شامل دي د پيمرا ترميمي بل 2023ء په رسمي توګه منظورولو باندې د صدر عارف علوي مننه کړې ده.

باغی ټي وي رپورټ
د ميډيا جوائنټ ايکشن کميټۍ لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې صدر ډاکټر عارف علوي د جعلي خبرونو تعريف، ميډيا کارکنانو ته په وخت د تنخواګانو ورکولو او د پارليمنټ له لارې د پيمرا د چيئرمېن تقررولو په شان په ترميمونو اتفاق کړی دی. د ستاینې وړ او خپلواکه پیمرا په لور لومړی ګام.
په بیان کې ویل شوي چې د بیان ازادي او ازادې رسنۍ اوږده لاره لري خو اوسنی قانون په سم لوري کې لومړی ګام دی.
ياده دې وي چې د زيارت په ورځ صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان اليكټرونك ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا) د ترميم بل 2023 منظور كړو۔
د ولسمشر له توشیح وروسته د پیمرا ترمیمي بل قانون جوړ شو.
د پیمرا ترمیمی بل 2023 کې ترمیم
د پيمرا د ترميمي بل له مخې به د پيمرا د چيئرمېن د تقرر لپاره يوه پارلېماني کمېټۍ جوړېږي چې پکې به د قومي اسمبلۍ او سېنېټ دوه دوه غړي وي او په کمېټۍ کې به د اپوزيشن او حکومت غړي برابر وي.
بل کې ويل شوي چې د اطلاعاتو وزارت به د پيمرا د چيئرمېن لپاره پنځه نومونه سپاري او کمېټۍ به يو نوم صدر ته استوي.
د بل له مخې، که پارلماني کمېټه په دېرشو ورځو کې پر نوم موافقه ونه کړي، د اطلاعاتو وزارت پلاوی به یې لومړی وزیر ته استوي.
په بل کې د میډیا کارکونکو لپاره د معاش کلمې د واجباتو سره بدل شوي.
د قانون له مخې که کومه اداره تر دوو میاشتو معاش ورنکړي، نو حکومت به اعلانونه نه کوي، خو که معاش نه وي ترلاسه شوی، د شکایتونو شورا تر یو کروړه پورې جریمه ورکوي.






