د بلوچستان د نگران وزيراعلې نومولو لپاره د حکومت پارلېماني کمېټۍ نومونه د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر ته لېږلي دي.

باغی ټي وي رپورټ
سرچينې وائي چې وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو دبلوچستان نگران وزيراعلي لپاره دپارليماني کميټۍ دغړو نومونه فائنل کړي دي.
سرچينې وائي دحکومتي پارليماني کميټۍ نومونه دبلوچستان اسمبلۍ سپيکر ته ليږل شوي دي.
سرچينې وائي په دغه پارليماني کميټۍ کې وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو، سردار عبدالرحمن کيتران او زمرک خان اڅکزئي شامل دي.
ياده دي وي چي حکومت او اپوزيشن د بلوچستان نګران وزيراعلي لپاره په يو نوم باندي اتفاق نه کړے شوے چي له وجي ئي دغه معامله پارليماني کميټي ته لاړه او که چري پارليماني کميټي په يو نوم باندي اتفاق نه کړے شو نو صوبائي انتخابات کمیشن به د بلوچستان وزیراعلی ټاکي.
تيره ورځ داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وو چې د بلوچستان د نگران وزيراعلي لپاره د علي مردان ډومکي په نوم اتفاق شوے دے ولي د بي اين پي مينګل مشر سردار اختر مينګل په خپل بيان کښې وئيلي دي چې داسې ښکاري چې د نگران وزيراعلې لپاره معامله شوې ده۔ د پارلماني کمیټې پریکړه وکړه زه به ځم