د پيښور پوليس سټيشن مچني کښې د پوليس حراست کښې د ملزم د مرګ په تور د متعلقه پوليس سټيشن ايس ايچ او خلاف ايف آئي آر درج کولو سره محکمي کاروائي شروع کړې شوې۔

باغی ټي وي رپورټ
د سي سي پي پي پيښور اشفاق انور وينا ده چې د مچني ګېټ پوليس سټيشن کښې د حراست لاندې ملزمانو د وژنې په تور ئي متعلقه ايس ايچ او معطل کړے شوي او په ضد ئي ايف آئي آر درج کړے شوي دي۔
سي سي پي او اوويل چي د مقتول د زوي په شکايت د ايس ايچ او خلاف ايف آئي آر درج کړے شوے دے او د پيښي د پلټنو هدايات جاري کړے شوي دي او د مړي پوسټ مارټم رپورټ وروسته به نور کاروائي کولے شي۔
ياده دې وي چې د ملزمانو د وژنې پيښه تيره ورځ د مچني ګيټ پوليس سټيشن کښې رامخي ته شوې وه، د مقتول خپلوانو د پيښې خلاف په جي ټي روډ باندې احتجاج هم کړې وو۔